محب: دښمن له یوه پیاوړي نظام څخه ویره لري
د ملي امنیت سلاکار وايی، دښمن په ډګر کې د جګړې پر ځای د خلکو پر کورونو ښوونځیو او جوماتونو بریدونه ترسره کوی
د کندوز پولیسو اوه قمار بازان نیولي
دامنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وایي دا کسان د ښار د بندر بخاری سیمه کې لاس په لاس د پولیسو لخوا نیول شوي.
د امريکا، افغانستان او ازبکستان پر افغان شولې خبرې کړي
د امريکا، افغانستان او ازبکستان ګډ کاري ګروپ په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو او په دې اړه د داسې هڅو پر ملاتړ خبرې کړې دي چې په هېواد او سيمه کې سولې ته لاره هواروي.
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شميره ٢٧ ميليونو ته رسيدلې
د راپورونو له مخې، څه دپاسه ٩٠٠ زره کسان له کرونا څخه تر اوسه مړه او ١٩ ميليونه نور بيرته روغ شوي دي.
په نړۍ کې په هرو ٤٠ ثانيو کې يو تن ځانوژنه کوي
د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو احصائیو له مخې، هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځان وژني؛ پدې معنی چې په هرو ۴۰ ثانیو کې یو تن ځان وژني.
ملګري ملتونه: پاکستان کې مدني فعالان او خبريالان خوندي نه دي
ملګرو متلونو په پاکستان کې پر خبريالانو او مدني فعالانو پر بريدونو او د هغوى پر تښتولو او بندي کولو ژورنه اندېښنه ښودلې ده.
دیونان په یوه کمپ کې اورکګېدنی اففانان زیانمن کړي
افغان حکومت وایي یونان ډاډ ورکړی چې هلته په یو کمپ کې د اورلګېدنې له امله زیانمن افغانان به امنو سیمو ته لېږدوي. تېره ورځ په یونان کې د موریا په نامه د کډوالو په یوه پنډغالي کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: افغانستان کې تاوتريخوالي بايد ختم شي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کابل کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د تېرې ورځې برید غندلی دی او په خبره یې ددې اړتیا ده چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ختم شي.
په هرات کې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملي دفاع وزارت وايي چې ، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو ترهګریز برید شنډ شو ، په ځوابي بريد کې يې ٦ تنه ووژل شول او څلور ټپيان دي.
کابل کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیوچارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي
هند ته د نشه یي توکو دقاچا مخه ونیول شوه
د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د حمد کرزي نړيوال هوايي ډګر امنيتي منسوبينو ددوو کسانو له ګيډو څخه څه دپاسه يو کيلو ګرام نشه يي توکي راويستلي چې هند ته يې د قاچاق هڅه کوله.
طالبانو تېره يوه اونۍ کې ٩٨ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کورنيو چارو وزارت وايي چې طالبانو ملکيانو ته دا مرګ ژبله په ٣٤٨ ترهګريزو بريدونو کې په ٢٢ ولايتونو کې اړولې ده.
د لوګر د ولایتي شورا رییس له یوه بریده روغ ووتلو
ځايي چارواکي وايي چې نن غرمه د ولایتي شورا پر ريیس حسیب الله ستانکزي ، محمدآغې ولسوالۍ کې بريد شوى، خو ترې روغ وتلى، خو پر موټر يې څو مرمۍ لګيدلې دي.
ملي امنیت دمولوي ایاز نیازی او مولوي عزیرالله مفلح دوژلو طرحه کوونکی نیولی
ملي امنیت ويلي، چې د مولوي اياز نيازي او مولوي عزي الله مفلح د وژلو اصلي طراح عبيد چې په عکرمه مشهور و، نيولى دى.
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې موټر بم بريد شوى دى
ځايي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو پر دغه موټر ډزې کړې چې له امله يې چاودنه کړې او يو شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
سرور دانش : د سولې پر وړاندې ټول موانع لرې شوي دي
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې د سولې لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او اوس طالبانو ته پکار ده چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي.